د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
moph

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې مسؤلینو د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو پياوړتیا برخه کې د دغو مرستو پر ارزښت ټینګار وکړ، د یونیسف ادارې او MMRCA دفتر له همکاریو یې مننه وکړه او د روغتیايي مرکزونو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه یې د دولتي ادارو او همکارو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي لطف‌الله حبیبي ډاډ ورکړ، چې سپارل شوي طبي توکي به د اړتیاوو او لومړیتوبونو له مخې پر مستحقو روغتیايي مرکزونو ووېشل شي او په اغېزمنه او شفافه توګه به ترې ګټه واخیستل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۷
Background image

د جرمني هېواد نهه کسیز طبي ټیم په بامیان ولایتي روغتون کې دوه‌اونیز طبي او جراحي مأموریت ترسره کوي

ياد ټیم د عامې روغتيا وزارت په همغږۍ او د آغاخان روغتیايي خدمتونو (AKHS) مؤسسې په همکارۍ کابل ته رارسیدلی او ټاکل شوې چې د دوو اونیو په ترڅ کې به بامیان ولایتي روغتون کې اړمنو ناروغانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۳۰
Background image

د سمنګان ولایت روغتیايي مرکزونو ته د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت څه باندې ۴۰ قلمه طبي توکي وسپارل شول

دغه طبي توکي د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ د MMRCA مؤسسې په همکارۍ پېرل شوي وو او د سپارلو مراسم يې د سیمه‌ییزو مسؤلینو او اړوندو ادارو د استازو په شتون کې ترسره شول.

په دې مراسمو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۴:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت مرستیال په زرمت ولسوالۍ کې د سورکۍ بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني خپل تخنیکي پلاوي سره د سفر په ترڅ کې د پکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ سورکۍ بنسټیز روغتیایي مرکز څخه. . .

BACK TO NEWS