د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صديقي په مشرۍ د شفانو شورا غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نيازي، اړوندو مسؤلینو او د مرکزي روغتونونو د شفانو شورا غړو ګډون کړی و، د يو شمېر متخصصینو د ترفيع، د شفانو په توګه د ځينو ټرينر متخصصینو ټاکلو، له پاکستان څخه د اجباري رايستلو له امله، د هغو ۲۴ تنو ډاکټرانو د پاتې زده کړو د بشپړولو لپاره په تخصص پروګرام کې د شاملېدو او د ټریننګ له اصولو څخه د سرغړونې او خپلې دندې د ناسمې کارونې له امله په تخصص پروګرام کې د دوو تنو ټريني ډاکټرانو د راتلونکي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتيا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، اړوندو مسؤلینو ته د لازمو اجرااتو ترسره کولو سپارښتنه وکړه او ويې ويل، کوښښ وکړئ چې خپل مسؤلیتونه په سمه توګه ترسره کړئ، ځکه ستاسې مسؤلیتونه د ملت ستر امانت دی.
دغه راز، ښاغلي مرستیال د شورا غړو ته وويل، که تاسې په خپلو اړوندو مسؤلیتونو له کومو ستونزو سره مخ کېږي، کولای شئ له موږ سره يې په اسانۍ شريکې کړئ او موږ به ورته پوره پاملرنه او رسېدنه کوو.
