په غزني ولایت کې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵۴
MOPH

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون آمریت مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د احمدآباد عالي لېسې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو او د روږدي کېدو مخنیوي لارو چارو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړ.

په دې پروګرام کې زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د استعمال د ناوړه پایلو، د روږدي کېدو د مخنیوي لارو چارو، نشه‌یي توکو ته د «نه» ویلو اهمیت، د کورنۍ او ملګرو رول او همدارنګه، د سالم او له نشه‌یي توکو څخه د پاک راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو د مسؤلیتونو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.

د احمدآباد عالي لېسې مسؤلینو او استادانو د یاد پروګرام هرکلی وکړ او د نشه‌یي توکو د روږدي کېدو مخنیوي او د ځوان نسل د سالمې روزنې په برخه کې یې د دا ډول پروګرامونو ترسره کول اغېزمن او مهم وبلل.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۵۴
Background image

په غزني ولایت کې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون آمریت مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز کې د احمدآباد عالي لېسې څه باندې ۹۵۰ زده‌کوونکو ته د نشه‌یي توکو د زیانونو او د روږدي کېدو مخنیوي لارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۴۷
Background image

د کاپیسا ولایت په درېیو ولسوالیو کې له خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

د کاپیسا عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیم له لوري په حصه اول کوهستان، حصه دوم کوهستان او کوهبند ولسوالیو کې له يو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو.

د دې نظارت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۱۹
Background image

په ننګرهار، کونړ او لغمان کې د اړمنو راستنېدونکو او بې‌ځایه شویو کورنیو د ملاتړ لپاره له WAW سره د ۲۶۹ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو کې د اړمنو راستنو شويو او بېځايه شويو کورنيو او کوچنیانو ټولنیز او اقتصادي خوندیتوب او د هغوی حمايتي اړتياوو ته د رسېدنې. . .

BACK TO NEWS