د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل
د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او غیرقانوني عرضې مخنیوي، د خوراکي توکو د تولیدي او سوداګریزو تأسیساتو د جوازونو د ترلاسه کولو او د خوراکي توکو د محصولاتو د ثبت بهیر په اړه یې ورسره بحث او خبرې وکړې.
همدارنګه، یاد پلاوي له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، د پنبې د تېلو او اوړو له تولیدي شرکتونو څخه نظارتونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې اړوندو مسؤلینو ته د غیرقانوني درملو د عرضې مخنیوي، د کورنیو تولیداتو کارونې، د خوراکي توکو د کیفیت ښه والي، د حفظالصحې اصولو د رعایت او د فعالیت جواز د ترلاسه کولو په اړه لازمې سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې.
