د خوړو او درملو معینیت پلاوي په هلمند ولایت کې مشورتي، تخنیکي او نظارتي فعالیتونه ترسره کړل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۱:۴۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت پلاوي هلمند ولایت کې د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه او د خوړو خوندیتوب برخې له کارکوونکو سره لیدنې ترسره او د شته ستونزو، د درملو قاچاق او غیرقانوني عرضې مخنیوي، د خوراکي توکو د تولیدي او سوداګریزو تأسیساتو د جوازونو د ترلاسه کولو او د خوراکي توکو د محصولاتو د ثبت بهیر په اړه یې ورسره بحث او خبرې وکړې.

همدارنګه، یاد پلاوي له یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو، د پنبې د تېلو او اوړو له تولیدي شرکتونو څخه نظارتونه ترسره کړل، چې په ترڅ کې يې اړوندو مسؤلینو ته د غیرقانوني درملو د عرضې مخنیوي، د کورنیو تولیداتو کارونې، د خوراکي توکو د کیفیت ښه والي، د حفظ‌الصحې اصولو د رعایت او د فعالیت جواز د ترلاسه کولو په اړه لازمې سپارښتنې او مشورې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS