غور ولایت کې د لعل ولسوالۍ روغتون لپاره د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۷۰ کیلوواټه برېښنا پروژې چارې پیل شوې

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۲۱
MOPH

د غور ولایت د لعل ولسوالۍ روغتون لپاره د برېښنا رسولو پروژې چارې، د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ او همکارۍ، د شاوخوا ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې. د دې پروژې په چوکاټ کې به د ۷۰ کیلوواټه برېښنا سیستم د جوړولو او نصبولو چارې ترسره شي، چې له بشپړېدو سره به یې د روغتون بېلابېلو برخو، اړینو وسایلو او د تودوخې سیستم ته د برېښنا رسولو زمینه برابره شي.

د غور عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د دې پروژې د پلي کېدو په برخه کې د UNDP له مالي ملاتړ او همکارۍ څخه مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د پروژې په بشپړېدو سره به د لعل ولسوالۍ روغتون د برېښنا اساسي اړتياوې پوره شي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته به په مناسب او معیاري چاپېریال کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۸:۳۶
Background image

د کابل ښار په بېلابېلو ملکیتونو کې د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS