د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۳۵
MOPH

د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د خوړو او درملو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو له آمرینو سره ليدنه ترسره او د هغوی د کاري وضعیت، شته ستونزو، اړتیاوو او د لابراتواري فعالیتونو د پیاوړتیا پر لارو چارو یې ور سره خبرې وکړې.

د ولایتونو د کیفیت کنټرول لابراتوارونو آمرینو په خپلو خبرو کې شته ستونزې، ننګونې او وړاندیزونه مطرح کړل او د لابراتوارونو د تجهیزاتو، تخنیکي امکاناتو او د ظرفیت لوړونې پروګرامونو د پراختیا په برخه کې یې د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د خوړو او درملو مرستیال، د مطرح شویو ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، د کیفیت کنټرول په برخه کې د لابراتوارونو اساسي رول مهم وباله او ټینګار یې وکړ، چې لابراتوارونه د خوندي، معیاري او باکیفیته درملو، خوړو او روغتیايي محصولاتو د تأمین په برخه کې مهم مسؤلیت لري.

نوموړي همداراز وویل، چې د خوړو او درملو معینیت له لوري د لابراتوارونو د لا پراختیا او تجهیز لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې دي، چې په ځانګړي ډول به په ګمرکي ولایتونو کې د لابراتوارونو تجهیز او پیاوړتیا ته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه ډاډ ورکړ چې د ولایتونو د لابراتوارونو شته ستونزې او اړتیاوې به په هر اړخیز ډول وڅېړل شي او د حل لپاره به یې لازم اقدامات ترسره شي.

په پای کې، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد یو ځل بیا د کیفیت کنټرول په سيستم کې د لابراتوارونو پر مهم رول ټینګار وکړ او له مسؤلینو یې وغوښتل، چې خپلې مسلکي دندې په دقت، صداقت او بشپړ مسؤولیت‌پذیرۍ ترسره کړي؛ څو د معیاري خدمتونو وړاندې کولو او د عامې روغتیا د لا ښه خوندیتوب زمینه برابره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS