د کندهار ولایت ارغنداب ولسوالۍ روغتیايي مرکز ته ۵۵ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول
دغه تجهيزات د عامې روغتیا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) په مالي ملاتړ، د ۱۱۱ زره امریکايي ډالرو په ارزښت اخيستل شوي او ياد مرکز ته وسپارل شول.
یاد طبي تجهیزات د عامې روغتیا وزارت د تخنیکي پلاوي له لوري، چې مشري یې د دغه وزارت د پلان ګذارۍ او برنامه ريزۍ رئیس ډاکټر عبدالستار صحت کوله، د UNHCR ادارې د استازو په شتون کې د ياد روغتیايي مرکز مسؤلینو ته وسپارل شول.
