په کابل ښار کې د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده‌ پلورنځيو او د درملو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۶:۱۱
moph

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د سوداګریزو او تولیدي فعالیتونو د تنظیم او د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت تأمین په موخه په کابل ښار کې له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده پلورنځیو او د درملو او روغتيايي محصولاتو له ۳۰ توليدي کارخونو څخه نظارتونه ترسره کړي دي.

د دغو نظارتونو په پایله کې ۳ وارداتي شرکتونه او ۲۴ د درملو عمده‌ پلورنځي د پېرلو قانوني اسنادو نه شتون، د غیر معیاري بیلونو کارولو، پرچون‌فروشۍ، د مسلکي مسؤل اړوند ستونزو او د بیو نه مراعت له امله په موقتي توګه تړل شوي دي.

همدارنګه، ۹۱ قلمه هغه درمل چې رسمي او قانوني اسناد یې نه درلودل، راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځای ته لېږدول شوي دي.

سربېره پر دې، له عمده‌ پلورنځيو څخه ۱۷ قلمه او له وارداتي شرکتونو څخه ۶ قلمه مشکوک درمل د کیفیت تثبیت په موخه د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت کنټرول لابراتوار ته استول شوي دي او د نظارت په برخه کې له کارتونو سره د هغو مواردو د اصلاح لپاره چې سمون ته اړتيا لري، ۲۳ اصلاحي مکتوبونه شريک شوي دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۳۲
Background image

د عامې روغتيا وزير د اندراګاندي روغتون له مسؤلينو سره ناسته وکړه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي د اندراګاندي د ماشومانو درملنې تخصصي روغتون د زړه ناروغيو درملنې او جدي پاملرنو (ICU) څانګو له مسئولینو او متخصصینو سره د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت ګډو نظارتي ټیمونو په کابل کې له لسګونو روغتیايي مرکزونو نظارت وکړ

د عامې ورغتيا وزارت ګډو نظارتي ټيمونو تېره اوونۍ په کابل ښار کې له ۵ دولتي کلينيکونو، ۲۲ خصوصي روغتیايي تاسيساتو او ۴۰ روغتيايي کتنځيو څخه نظارتونه ترسره کړل

د يادو نظارتونو په پايله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۱۵:۱۹
Background image

د کاتب نمبر1 غیرانتفاعي ښوونځي استادانو او اداري کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیز پروګرام ترسره شو

دغه پروګرام چې د خوړو خطرونو تحلیل، څارنې او د معیارونو تدوین ریاست د خوړو تحلیل او سرویلانس امریت د ظرفیت لوړونې ټیم له لوري د «روغتیا او زده‌کړې بهیر کې د خوړو او روغتیايي اوبو رول». . .

BACK TO NEWS