د هېواد په شمال ځتيځ زون کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونو پلي کولو درې‌ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۳:۱۰
moph

په دغه روزنیز پروګرام کې د کندز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو د خصوصي روغتونونو استازو ګډون کړی دی، چې په ترڅ کې به يې روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ اړوند معیارونه او د هغو د عملي پلي کولو لارې چارې ګډونوالو ته وړاندې شي.

د دغه پروګرام د جوړېدو موخه د ګډونوالو ظرفیت لوړول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو د خوندیتوب پیاوړتیا ده.

د یاد روزنیز پروګرام د پرانیستې مراسمو کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه بندۍ مسؤلينو په خصوصي روغتونونو کې د اعتبار ورکولو معیارونو پلي کولو پر اهمیت او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي کې یې پر رول ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS