ژوند پاڼه

Dr Qalandar Ebad

 

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد ژوند لیک او پېژندپاڼه

الحاج ډاکټر قلندر عباد د علي جان زوی په ۱۳۵۸ هجري شمسي کال کې د پکتیکا ولایت د سرحوضه ولسوالۍ په مارزک کلي کې په یوه متدینه، علم پروره او مجاهده کورنۍ کې زېږېدلی دی.

ښاغلي الحاج ډاکټر قلندر عباد خپلې لومړنۍ زده کړې د خپل کلي په مدرسه او ښوونځي کې بشپړې کړي دي او له هغه وروسته د ننگرهار طب پوهنځي کې شامل او د MD سند ترلاسه کړی دی، ښاغلی عباد د MS Urology  په څانګه کې د اسلام آباد پاکستان مېډیکل ساینسیس انسټېټيوټ (PIMS) کي ماسټري ترلاسه کړې ده، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د ملي ژبو سربېره په انګلیسي او اردو ژبو هم پوهېږي.

سربیره پر دې، د روغتیا په مختلفو څانګو کې په یو ورځني او درې ورځني ملي او  نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کړی او په خارج او داخل کې یې د روغتیا په خصوصي سکتور کې هم خپلو هېوادوالو ته خدمات ترسره کړي دي.
ښاغلي الحاج ډاکټر قلندر عباد همداراز په دې وروستیو کې د CPSP ادارې څخه د FCPS  سند هم ترلاسه کړی دی.
الحاج ډاکټر قلندر عباد د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د سرپرست وزیر په توګه ژمن دی چې د عامې روغتیا وزارت کې د ښې حکومتدارۍ اصل پلی کړي او هڅه کوي چې د اسلامي او شرعي اصولو او د ملي ارزښتونو په رڼا کې ټول افغان ولس ته چې د افغانستان په هر ګوټ کې ژوند کوي بې له کوم توپیر څخه د معیاري او با کیفیته روغتیايي خدمتونو څخه برخمن شي.