په کابل کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۹:۳۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم له لوري په کابل کې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر په ترڅ کې له چشم امان، معالجوی امیر سروري، معالجوي دوکتور نجیب الله امرخیل، معالجوي عزیز عرفان، معالجوي جلدي پایتخت او شفاجو روغتونونو څخه لیدنې وکړې

د دې ليدنو پر مهال خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو ټيم غړو وویل: د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتونونو د ارزونې بهیر د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی، چې موخه یې د خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب تأمین دی.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر به په مرکز کابل کې له بشپړېدو وروسته ولایتونو ته هم وغځول شي؛ څو د ټولو خصوصي روغتونونو خدمات د ټاکل شوو معیارونو له مخې وارزول شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS