په هوايي ډګرونو کې د کورونا ټسټونو لپاره د خصوصي لابراتوارونو تر منځ د ازاد رقابت د پايلو اعلان!

Panah_moph

Publish Date

Closing Date

Location کابل

څرنکه چې ټولو بهرنیوهيوادونو ته د سفر لپاره د کرونا ټسټ سرټيفيکيټ لازمي دی او مسافرينوته د کرونا د ټسټ له ترسره کولو پرته د سفر اجازه نه ورکول کيږي. همدارنګه د ډيری هيوادونو لپاره د   ABBOTT ID NOW په نوم د سريع ماليکور ټيسټ تر سره کول لازمي شوي دي، چې په هوايې ډګرونو کې یې د نه شتون له امله هيواد والو لپاره د سفر پر وخت مشکلات جوړ کړي دي.

په همدې اساس عامې روغتيا وزارت د مسافرينو د مشکلاتو حل لپاره د ۱۴۰۰ ه ش کال دقوس دمیاشتې له  ۷ تر ۱۵ نیټې پورې دکرونا ټسټ د ترسره کولو لپاره لابراتوارونو ته بلنه ورکړې وه چې په ازاد رقابت کې برخه واخلي  ترڅو مناسب لابراتوار د یوې ځانګړې پروسې په ترڅ کې غوره کړي اوپه ټولو هغه هوایی ډګرونو کې چې بهرني او داخلي پروازونه په کې ترسره کيږي د مسافرینو د اسانتياو لپاره لابراتوارونه جوړ کړي. يادې پروسې ته د ازاد رقابت لپاره ۱۴ خصوصي لابراتوارونو خپل اسناد جمع کړي ول، کوم چې د عامې روغتيا وزارت د يوې ځانګړې لايحې له مخې ارزيابي شول. ددې پروسې په نتيجه کې د بيوتک-۱ (BIOTECH-1) لابراتوار بريالی اعلان شو. نوموړی لابراتوار به په هوايې ډګرونو کې د مسافرينو لپاره د Abbott ID Now په نوم Rapid Molecular  ټستونو سهوليت رامنځ ته کوي.

 

نوټ: ددې اعلان څخه وروسته ټولو لابراتوارونه سره د يوې ورځې وخت دی تر څو د شکايت په صورت کې عامې روغتيا وزارت ته مراجعه وکړي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۶:۱۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د انتاني روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د(انتاني روغتون د برېښنا د تأمین لپاره د ۴۰۰ KVA ظرفیت لرونکي کمپکټ سټېشن برېښنا برج د اړتیا وړ ۴۱ قلمه اجناسو او . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۰:۴۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوترونو) پروژې چې د ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01,G2) ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۹:۱
Background image

د دواطلبۍ خبرتیا!

د مرکزي پولي کلینیک ریاست ټول په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، څو د (13 قلمو- اکسری فلمونو) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې چې د (MOPH/CPC/NCB/1405/G002) شمېرې لرونکی ده، ګډون وکړي . . .

Back to tenders