په میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدان‌وردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځني او څلور ورځني روزنیز ورکشاپونه ترسره کړل.

په یادو روزنیزو ورکشاپونو کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو، د ناروغانو د مدیریت او روغتیايي مشورو په اړه ګډونوالو ته روزنه ورکړل شوه.

د غیرساري ناروغیو د مخنيوي او کنټرول آمر، ډاکټر محمد سمیع کریمي د یادو ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او له ګډونوالو یې وغوښتل، چې خپلې ترلاسه کړې زده‌کړې له نورو همکارانو سره هم شریکې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۱۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت ځانګړي پلاوي د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ته سفر تر سره کړ

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ځانګړې لارښوونه د ډینګي ناروغۍ د وضعیت ارزونې په موخه د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو آمر، ډاکټر حزب‌الله فطرت په مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۲:۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌ کړو ادارې مسؤلینو د افغانستان د روغتیا له دویم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د افغانستان د نړیوال نندارتون مرکز عمومي رئیس ښاغلي محمد صابر لطیفي، د دغه مرکز اجرائیوي رئیس مولوي محمد پیمان او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې یو شمېر مسؤلینو د افغانستان د روغتیا د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۱۱:۵۸
Background image

په میدان‌وردک او لوګر ولایتونو کې د ۱۵۰ روغتیايي کارکوونکو لپاره روزنیز پروګرامونه ترسره شول

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنيوي او کنټرول لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول آمريت د میدان‌وردک او لوګر ولایتونو د ۱۵۰ تنو ډاکټرانو، قابلو او ټولنیزو روغتیايي. . .

BACK TO NEWS