هوايې ډګرونو کې د خصوصي لابراتوارونو له خوا د کرونا ټستونو (Abbott ID Now په نوم Rapid Molecular Diagnostic)  ترسره کولو لپاره د ازاد رقابت خبرتيا

Panah_moph

Publish Date

Closing Date

Location کابل

پيژندنه

څرنګه چې ټولو هيوادونو ته د بهرنې سفر لپاره د کرونا ټسټ سرټيفيکيټ لازمي دی او د کرونا د ټسټ ترسره کولو پرته د سفر اجازه نه ورکول کيږي. همدارنګه د ډيری هيوادونو لپاره د ABBOTT ID NOW په نوم د سريع ماليکور ټيسټ تر سره کول لازمي شوي دي، کوم چې په هوايې ډګرونو کې هيواد والو لپاره د سفر پر وخت مشکلات جوړ کړي دي. په همدې اساس عامې روغتيا وزارت د مسافرينو د مشکلاتو د حل لپاره پريکړه کړې تر څو د ازاد رقابت له لارې مناسب شرکتونه د یو ځانګړی پروسې په ترڅ کی غوره کړي تر څو په ټولو هغه هوایی ډګرونو کی چې بهرني او داخلي پروازونه په کې ترسره کيږي د مسافرینو لپاره د کرونا ټسټونو ترسره کولو لپاره لابراتوارونه جوړ کړي. یاد شوي لابراتراوارونو ته په هوایی ډګرونو کی د یو ځانګړی لایحی مطابق د فعالیت اجازه ورکول کیږي کوم کې چې قيمت، کیفیت ، سټنډرډ او په کم وخت کې د ټسټ اجرا کولو وړتیا په نظر کې نیول کیږي.

ټول هغه لابراتوارونه چې په لاندې شرایطو برابر وي کولی شي چې خپل درخواست لیک سره د اړینو اسنادو د آزاد رقابت لپاره لاندې ذکر شوي ایمیل آدرس ته ولیږي:

ددندې تګ لاره

  1. لابرتوارونه به په هوايې ډګرونو کې د عامې روغتيا وزارت د اصولو مطابق پانګونه کوي.
  2. لابراتوارونه به د مسافرينو لپاره تم ځای جوړوي او د مسافرينو څخه به د ټسټ لپاره نمونې اخلي.
  3. مسافرينو لپاره به د نړيوالو اصولو مطابق د کورونا ټسټونو ټکنالوژي د معتبرو شرکتونو څخه هوايې ډګرونو کې لګول کيږي.
  4. ټول ټسټونه به په هوايې ډګر کې اخيستل کيږي او د اصولو مطابق به په ځانګړی ټکنالوژی سره هوايې ډګر کې ترسره کيږي.
  5. مسافرينو ته به په سم کيفيت او پر وخت نتيجه په لاس ورکوي تر څو په سفر کې ورته ستونځه رامنځته نشي.
  6. د لابراتوار د ضعاياتو د مديريت لپاره به په هوايې ډګر کې يو منظم سسټم جوړوي تر څو ضعايات په سمه توګه راټول او وسوځول شي.
  7. د ټسټ تر سره کولو لپاره به د عامې روغتيا وزارت د تخنيکي ټيم په هماهنګۍ يو مناسب قيمت غوره کيږي تر څو هيواد والو ته سهولت رامنځ ته شي.
  8. نور شرايط او اصول به د قراردار پر وخت د يو لايحې او لارښود په ترڅ کې وړاندې کيږي.

اړین اسناد

 د لابراتوار معتبر جواز، د کرونا د پی سی آر ټسټ کولو جواز، د تذکری کاپی، مختصر د لابراتوار اړوند معلومات د درخواست په بڼه

ایمیل آدرس: khaliddbiotech@gmail.com

موبايل او وټس اپ شميره: ۰۷۳۰۹۴۰۶۹۵

د اسنادو سپارلو آخری نیټه: ۱۵-قوس-۱۴۰۰

نوټ: پورته ذکر شوي اسناد سره له درخواستي یواځې د ذکر شوي ایمیل له لارې د قبول وړدي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د الشفاء روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د البسه تدارک، چې د پيژندنې شمېره یې MopH/JAMH/NCB1404/G013 ده؛ داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

موضوع: د اتاترک ماشومانو روغتون د کانټین او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ د سپارلو خبرتیا.

د عامې روغتیا وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لاندې داوطلبیو په پروسه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ( یو قلم طبي اکسیجن) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G001) . . .

Back to tenders