د بیا ځلې داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د عاجل ابن سینا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د(یو قلم طبي اکسیجن، 1405کال) پروژې داوطلبۍ پروسه کې، چې د (MOPH/ECP/NCB/1405/G001) شمېرې لرونکې ده، ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافت کاپي د فلش یا حافظې له لارې تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي او خپل وړاندیزونه (افرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او عقود قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلې بڼه د شنبې ورځ سهار 10بجې، چې 06/04/1405 نېټې سره سمون لري، د عاجل ابن سینا روغتون کتابتون (۵۵ خونې) ته وړاندې کړي.
ناوخته رارسیدلي او انټرنیټي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي او د افر پرانیستلو غونډه په ياده نېټه شنبه سهار 10بجې د عاجل ابن سینا روغتون د کتابتون (۵۵ خونه) کې ترسره کېږي.
