هلمند ولایتي روغتون کې د وینې تصفیې (هیموډیالیز) لس بستریزه څانګه فعاله او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۵۷
moph

د یادې څانګې پرانیستې مراسمو کې د هلمند والي الحاج مولوي امان الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح، یو شمېر نورو مسؤلینو او روغتیاپالانو ګډون کړی و.

دغه څانګه چې په عصري طبي تجهیزاتو سمبال ده، د هلمند عامې روغتیا ریاست او فاطمه خیریه بنسټ په ګډې همکارۍ د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې د پښتورګو په جدي ناروغیو اخته ناروغانو ته به په کې د مسلکي کارکوونکو له لوري خدمات وړاندې کېږي.

د هلمند عامې روغتیا رئیس د یاد بنسټ له مسؤلینو څخه د دې مهمې پروژې د پلي کولو له امله مننه وکړه او ویې ویل: د دې څانګې پرانیستل د روغتیايي خدماتو برخه کې یو مهم پرمختګ دی او له دې وروسته به ناروغان وکولای شي په خپل ولایت کې  روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS