هرات ولایت کې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه له نېټې تېر، تقلبي او فاسد خوراکي توکي راټول شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۹ - ۱۲:۱
MOPH

د هرات عامې روغتیا ریاست د خوراکي توکو تولیدي او وارداتي تاسیساتو د څارنې عمومي مدیریت مسؤلینو د یاد ولایت د ۵ ناحیې اړوند بهزاد سړک او د متحد برادران مارکېټ کې له ۹ زیرمتونو او د خوراکي پلورنځیو څخه نظارت ترسر کړ.

په دې نظارت کې ۲۵ قلمه توکي چې ټولټال ۲۹۴ بستې کېدل او وزن یې نږدې ۲۷۰۰ کیلو ګرامه دی، راټول او د قانوني پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به له منځه یووړل شي.

همدارنګه، د خوراکي توکو ۲ زیرمتونه هم د ګڼ شمېر نېټې تېرو توکو د شتون له امله وتړل شول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS