لومړي ځل لپاره د هیواد په دولتي روغتیایي سکتور کې د ماشومانو د زړه د جراحۍ او هیموډیالیز څانګې پرانیستل شوې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۶ - ۸:۵۱
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي مولوي امیر خان متقي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو، د مرکزي روغتونونو رئیسانو، اندراګاندي د ماشومانو  درملنې روغتون روغتیایي کارکوونکو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، ایمرجنسي بنسټ، سره صلیب، افغاني سرې میاشتې او رسنیو استازو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر، په دې مراسمو کې وویل: ( د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې د افغانستان په دولتي سکتور کې د لومړي ځل لپاره د ماشومانو د زړه جراحي خلاص عملیاتونو او د هیموډیالیز څانګې په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې پرانیستل شوې،  زه دا اقدام د فوق تخصصي خدمتونو وړاندې کولو په لور یو لوی او تاریخي ګام ګڼم او زموږ د هېواد روغتیایي ټیم توانېدلی چې تر دې دمه په دې څانګه کې د زړه جراحي درې عملیاتونه په بریالیتوب سره ترسره کړي).

 د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د خپلې ستراتیژۍ پر بنسټ د نویو سیسټمونو په جوړولو، د مسلکي کارکوونکو په روزنه او په پرمختللو تجهیزاتو سره د روغتونونو په سمبالولو کار کړی دی او نن ورځ یې د ماشومانو د زړه ناروغیو د درملنې برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۳:۴۰
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیايي خدمتونو د پراختیا لپاره له AHDS سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په ارزګان، نيمرزو، کندهار او هلمند ولایتونو کې د روغتيايي ځالو له لارې د مېندوارۍ روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Afghan Health Development and. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره:

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

BACK TO NEWS