د کونړ اسعد اباد ولایتي روغتون کې د "١.٨" میلیونه افغانیو په لګښت ښځینه عملیات خونه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۴ - ۱۵:۵۳
moph

یاده عملیات خونه چې په بېلابېلو طبي او غیر طبي وسایلو او تجهیزاتو سمبال ده، د کونړ عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د هیلت نیټ مؤسسې په مالي ملاتړ جوړه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.

د کونړ عامې روغتیا رئیس، قاري مظفرخان مخلص د دغې عملیات خونې په جوړولو خوښي څرګنده او له یادې موسسې څخه یې په راتلونکي کې د لا زیاتو همکاریو هیله وکړه.

تازه خبرونه

BACK TO NEWS