د کابل ښار د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر دوام لري

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۸:۲۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې ټیم کابل ښار کې د خصوصي روغتونونو د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر په ترڅ کې له ادې زیژنتون، آروین د پوستکي، ساجد ارمان عقلي او عصبي، سالم عزیز، جوهر او حنظله غورځنګ جراحي عمومي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې پر مهال د اعتبار ورکولو ټیم غړو د خصوصي روغتونونو مسؤلینو ته وویل: د روغتونونو د ارزونې بهیر د عامې روغتیا وزارت له لوري د علمي معیارونو پر بنسټ پیل شوی دی، چې موخه یې د روغتیايي خدمتونو معیاري کول او د ناروغانو د خوندیتوب ډاډ ترلاسه کول دي.

هغوی زیاته کړه، چې دغه بهیر له دوامدارو هڅو او اړین چمتووالي وروسته د یوه مسلکي او روزل شوي ټیم له لوري په منظم او شفاف ډول پلي کېږي.

د یادونې وړ ده، چې خصوصي روغتونونو ته د اعتبار ورکوونې او درجه بندۍ بهیر به لومړي پړاو کې په کابل ښار او وروسته به د ولایتونو په ټولو خصوصي روغتونونو کې پلی شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۱:۲
Background image

د وارداتي شرکتونو استازو ته د خوړو او درملو معینیت د آنلاین سیسټمونو کارونې په اړه دوه ورځنی ښوونيز ټريننګ ترسره شو

ياد ټريننګ د خوړو او درملو معینیت له لوري د وارداتي شرکتونو استازو ته د درملو او روغتیايي محصولاتو د صادراتو او وارداتو د تنظیم آنلاین سیسټمونو د کارونې په اړه تر سره شو.

د دغه ټريننګ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۵۶
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سترګو له تخصصي روغتون څخه لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې مل پلاوي او د هرات د عامې روغتیا رئیس مولوي محمد طالب شاهد يې هم ملتيا کوله، د عامې روغتيا وزیر د روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۹:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په هرات کې د ۴۰۰ بستریز ماشومانو روغتون له رغنیزو چارو لیدنه وکړه

د ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغان سوداګر حاجي عبدالظاهر بشري له لوري د کوچنيانو جوړېدونکي ۴۰۰ بستریز روغتون له رغنیزو. . .

BACK TO NEWS