د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د روغتیايي او خوراکي مرکزونو څارنه؛ یو درملتون او روغتیايي کتنځی تړل شوي

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۱:۴۳
moph

د فراه عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیم په دغه ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیايي مرکزونو، درملتونونو، روغتيايي کتنځيو او د خوراکي توکو د وړاندې کولو او تولید مرکزونو څخه نظارتونه ترسره کړل

د دې نظارتونو په ترڅ کې ۳۷ روغتيايي کتنځي، درملتونونه، خصوصي روغتیايي کلینیکونه او ۱۷ د خوراکي توکو توليدي شرکتونه، عمده او پرچون پلورنځي وپلټل شول، چې په پایله کې يې د روغتیايي اصولو او مقرراتو د نه مراعاتولو له امله یو درملتون او یو‌ روغتيايي کتنځی مهر لاک شول او ۱۳۰ کیلوګرامه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکل شوي ځای ته ولېږدول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د سرپل ولایت سانچارک ولسوالۍ له قومي مخورو سره لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي دوکتور محمد حسن غیاثي هم شتون درلود د یادې ولسوالۍ د روغتیايي خدماتو پر وضعیت، د موجوده روغتون د خدماتو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۴۶
Background image

په ۱۲ ولایتونو کې د درملو د راپور ورکولو فورم د تشریح روزنیز پروګرام پیل شو

په دې درې ورځني روزنيز پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیايي معلوماتو پر کره‌ والي او روڼتیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر لوړولو. . .

BACK TO NEWS