د عامې روغتیا وزیر په هند کې د میکس او میټرو د زړه فوق‌تخصصي روغتونونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۱:۵۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د افغانستان لپاره د هند سفارت سرپرست کرن یادف سره په ګډه د میکس فوق تخصصي او میټرو د زړه اړوند فوق تخصصي روغتون او انسټیټیوټ څخه لیدنه تر سره کړه:

په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او ورسره مل پلاوي هم شتون درلود د دواړو روغتونو له بېلا بېلو څانګو او خدماتو څخه لیدنه وکړه، چې موخه یې په هېواد کې دننه د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا لپاره د تجاربو تر لاسه کول وو.

د یادونې ده چې په دا وروستیو کې د عامې روغتیا وزارت په کور دننه په دولتي سکتور کې د زړه جراحۍ خدمات پیل کړي او هڅه یې د دې خدماتو پراختیا ده، همدارنګه د راډیولوژي تشخیصیه وسایلو نصبول او د درملنې عصري میتودونو پر تطبیق کار شوی، چې لا د دې برخې مجهز کېدنې ته هڅې جریان لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS