د عامې روغتیا وزیر د روسیې له یو شمېر تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۴۷
moph

د افغانستان ا.ا‌. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې روغتون، د ولادي او نسایي ناروغیو او نویو زېږېدلو ماشومانو د پاملرنې او درملنې روغتون، د سرطاني ناروغیو د درملو په برخه کې د څېړنو او نوښتونو له مرکز او د پېښو پر وړاندې د مبارزې او بېړنیو روغتیايي حالاتو د مدیریت له مرکزونو څخه لیدنې وکړې.

د دغو لیدنو پر مهال د روسیې روغتیايي سکتور د پرمختللو طبي ټکنالوژیو، د سرطان د تشخیص او درملنې نويو لارو چارو، د سرطاني ناروغیو د درملو په برخه کې د څېړنو او نوښتونو او د بېړنیو روغتیايي حالاتو د مدیریت سیستمونو په اړه معلومات ترلاسه شول.

همداراز، د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي تجربو او معلوماتو د تبادلې، د عصري طبي ټکنالوژۍ د کارونې، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې او د روغتیا په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا په اړه خبرې او بحثونه ترسره شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۱:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر د روسیې له یو شمېر تخصصي روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د افغانستان ا.ا‌. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي روسیې ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سرطاني ناروغيو د تشخیص او درملنې روغتون، د ولادي او نسایي ناروغیو او نویو زېږېدلو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۳۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت له SCI سره په جوزجان او فاریاب کې د ۶۷۶ زره ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیک لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د ماشومانو او میندو لپاره د روغتیايي او تغذیوي ژوند ژغورونکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Save the Children International. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

په هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

د دغو ولایتونو د عامې روغتیا رياستونو د څارنې او پلټنې مسؤلینو، د ولایتونو په مرکزونو کې له روغتیايي کلينيکونو او اړوندو تأسیساتو څخه د څارنې پایله کې په هرات ولایت کې یو درملتون او د. . .

BACK TO NEWS