د عامې روغتیا وزارت مرستیال په دوحه کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت د پیاوړتیا نړیواله ناسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۵۶
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد په دوحه ښار کې د بشري روغتیايي همکاریو او کتلوي معافیت لوړولو په تړاو جوړه شوې نړیواله ناسته کې ګډون وکړ:

دغه ناسته چې د روغتیايي شریکانو، نړیوالو بنسټونو او مرسته‌ کوونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو هڅو پیاوړتیا په موخه جوړه شوې ده، په کې د افغان پلاوي د ګډون اساسي موخه د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو بهیر د لومړیتوبونو، روغتیا ملي پالیسۍ او د هېواد روغتیايي سیستم د اړتیاوو سره سم منظمول او همغږي کول ؤ، څو مرستې اغېزمنې، شفافې او دوامداره شي.

همداراز افغان پلاوي ټینګار وکړ، چې د ملي پالیسۍ تر چتر لاندې د مرستو تنظیم نه یواځې د خدمتونو کیفیت لوړوي، بلکې د سرچینو د ښه مدیریت سبب هم ګرځي.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د افغانستان روغتیايي سکتور د جدي اړتیاوو، په ځانګړي ډول د واکسیناسیون، لومړنیو روغتیايي خدمتونو، د مور او ماشوم روغتیا او د بېړنیو ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي برخه کې د دوامدارو او زیاتېدونکو مالي سرچینو پر اهمیت ټینګار وکړ.

همدارنګه، ښاغلي مرستیال له نړیوالو مرسته‌ کوونکو څخه وغوښتل، چې د افغانستان د روغتیايي سکتور لپاره خپله مالي او تخنیکي همکاري نوره هم پراخه کړي او ویې ویل: عامې روغتیا وزارت باور لري، چې دا ډول نړیوالې ناستې د ګډو هڅو پیاوړتیا، باور جوړونې او د افغانستان د خلکو لپاره د عادلانه او دوامدارو روغتیايي خدمتونو د تأمین برخه کې خورا مهمې دي.

دغه راز، هغه زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې له ټولو نړیوالو شریکانو سره د روغتیا ملي پالیسۍ په رڼا کې رغنده او دوامداره همکاري ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS