د عامې روغتیا وزارت مرستیال د اندراګاندي ماشومانو روغتون د خدماتو بهیر وڅېړ

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۳:۳۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د دغې لیدنې په ترڅ کې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

ښاغلي مرستیال ټینګار وکړ، هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او ترې ویې وغوښتل، خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړئ.

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او اړوند مراجعینو سره هم لیدنه وکړه او د هغوی د شکایتونو او د رضایت کچې په اړه یې معلومات ترلاسه کړل؛ ترڅو ناروغانو ته خدمات په غوره شکل وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS