د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۵۱
moph

په دې ناسته کې چې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو، تخنیکي او مسلکي استازو شتون درلود، د ګډ نظارتي چک ‌لېست غوره تطبیق، د لا زیات شفافیت تامین، د چک لېست اغېزمنتیا، دقت او همغږۍ پیاوړتیا په اړه بحث او خبرې ترسره شوې. یاد چک لېست چې تر دې وړاندې یې هر اړخیزه بیا کتنه شوې وه، د معیاري کولو په موخه په کې اړین تعدیلات او اصلاحات رامنځته شوي وو او د روغتیا وزارت مقام له لوري تائید شوی هم دی.

د څارنې او پلټنې لوی رئیس وویل: د ګډو نظارتي فعالیتونو موخه د اصلاحاتو عملي کول دي او ټینګار یې وکړ، چې د ګډ نظارت کمېټه به له دې وروسته خپلې چارې په لا زیات شفافیت، مؤثریت، دقت، همغږۍ او له مسؤلیت سره سمې پر مخ وړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

په هلمند کې د خوارځواکو ماشومانو د درملنې نوې څانګې پرانیستل شوې

د هلمند په ګرمسیر او واشیر ولسوالیو کې د ۳.۷ میلیونه افغانیو په لګښت د خوارځواکو ماشومانو د درملنې څانګې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې څانګې د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په مشرۍ د ګډ نظارتي چک‌ لېست د تطبیق په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د اړوندو ریاستونو مسؤلینو، تخنیکي او مسلکي استازو شتون درلود، د ګډ نظارتي چک ‌لېست غوره تطبیق، د لا زیات شفافیت تامین، د چک لېست اغېزمنتیا، دقت او همغږۍ پیاوړتیا په. . .

BACK TO NEWS