د عامې روغتیا وزارت د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ له لوري د سترګو د روغتیا ساتنې، د سترګو ناروغیو مخنیوي او پر وخت تشخیص په موخه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د پوهاند غضنفر روغتیايي علومو انسټېټیوټ رئیس دوکتور محمد قاسم عادل، استادانو او زده کړيالانو ګډون کړی و، ګډونوالو ته د سترګو د روغتیا ساتنې، د سترګو ناروغیو مخنیوي او پر وخت تشخیص په اړه اړين معلومات وړاندې شول.
همداراز، د ياد انسټېټیوټ زده کړيالانو د سترګو ناروغیو د تشخیص او درملنې په برخه کې عملي تمرینونه ترسره کړل او د سترګو د درملنې په اړه له لا زياتو مهمو طبي لارښوونو سره آشنا شول.
