د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د متخصصینو شورا غونډه ترسره شوه
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثاراحمد نیازي، اړوندو مسؤلینو، د عامې روغتیا، کورنیو چارو، دفاع او لوړو زده کړو وزارتونو اړوندو مرکزي روغتونونو استازو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې ۱۵ تنو استادانو ته د علمي رتبو طی مراحلو، نويو مقرر شويو ټرينر ډاکټرانو ته د مالي او معنوي (رتبو) امتیازاتو ورکولو، د شف ډيپارټمنټ، شف ټریننګ، ټرينر متخصص، شف کال، سیکنډ کال، آن کال او ټريني ډاکټرانو د دندو لايحې، له پولې څخه د بهر ډاکټرانو ازموینې او ټریننګ، په سردار محمد داود خان روغتون کې د پلمونولوژۍ فوق تخصص پروګرام، د استخدام پروسې، په روغتونونو کې د اداري چارو ښه والي او د اړوندو چارو د لا منظمېدو په موخه د لازمو اقداماتو پر ترسره کولو پراخ بحث ترسره او د ګډونوالو له لوري نظرونه او وړاندیزونه شریک شول.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال اړوندو مسؤلینو ته د چارو چټکتیا، ستونزو حل او لازمو اقداماتو ترسره کولو سپارښتنې وکړې او زیاته يې کړه، چې د بهرنیو روغتیايي کارکوونکو د ټریننګ په موخه دې یوه جامع طرحه جوړه او د موضوع ټول اړخونه دې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي؛ ترڅو په هېواد کې د بهرنيو روغتیايي کارکوونکو د روزنې لپاره لازم او اصولي شرایط برابر شي.
په پای کې ټینګار وشو، چې د متخصصو ډاکټرانو د استخدام، د هغوی د مالي او معنوي امتیازاتو تنظیم او د روغتیايي مرکزونو د اداري چارو ښه والي برخه کې دې اړوندې ادارې په ګډه لازم اقدامات ترسره او د پرېکړو د عملي کېدو بهیر دې په جدي توګه تعقیب شي.
