د عامې روغتیا وزارت د غونډو په تالار کې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق مخنیوي قانون د لا ښه تطبیق په موخه د همغږۍ درېیمه غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۲:۱۱
moph

دا غونډه چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ ، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالیې وزارت، ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، صنعت او سوداګرۍ وزارت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، اطلاعاتو او کلتور وزارت، د چارو ادارې لوی ریاست، استخباراتو لوی ریاست، کابل ښاروالۍ ریاست، د معیار او کیفیت ملي ادارې او سترې محکمې د استازو په شتون کې ترسره شوه ، د یادو وزارتونو او ملي ادارو له استازو څخه جوړې شوې کمېټې د قاچاق مخنیوي قانون، چې د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د ۲۴ مې ګڼې فرمان له مخې توشیح شوی، د لا غوره تطبیق په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل، تر څو یاد قانون په اغېزمن او شفاف ډول پلی شي.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د قاچاق مخنیوي قانون پر جدي او لازم تطبیق ټینګار وکړ او ویې ویل، په سرحدونو کې باید د ناقانونه درملو او خوړو د وارېدولو مخه ونیول شي نوموړي همدارنګه د بین الوزارتي کمیټې له غړو د هر اړخیزې همکارۍ مننه وکړه او د شته ستونزو د حل په موخه یې د لا همغږۍ او چارو د سرعت غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS