د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې ریاست له لوري په روغتونونو کې د تغذیې متخصصینو او ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو په موخه په "روغتونونو کې د شدیدې حاد خوارځواکۍ مدیریت" تر عنوان لاندې شپږ ورځنی روزنیز ټریننګ پیل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۲۸
MOPH

دا روزنیز پروګرام د هغو متخصصینو او ډاکټرانو لپاره تر سره کېږي، چې د روغتونونو د خوارځواکۍ واحدونو (TFU) کې کار کوي او موخه یې د دوی ظرفیت لوړول دي.

په دې روزنیز ټریننګ کې د مرکز کابل او پنجشیر، پکتیکا، غزني، کاپیسا او میدان وردګ ولایتونو څخه ۳۰ تنه متخصصین ګډون لري.

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي د دې ټریننګ د پرانیستې په مراسمو کې د ورته روزنیزو پروګرامونو د ترسره کولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، په روغتونونو کې د تغذیې برخې کارکوونکو ظرفیت لوړول د خوارځواکۍ ښې درملنې او ناروغانو ته د غوره خدماتو وړاندې کولو کې مهم رول لوبوي.

د یادونې وړ ده، چې د دې شپږ ورځني روزنیز ټریننګ په ترڅ کې به ګډونوالو ته د خوارځواکۍ درملنه، د داخل بستر ناروغانو پاملرنه، د TFU واحد مدیریت، د خوړو کیفیت کنټرول او د راپور ورکولو سیسټمونه په نظري او عملي توګه تدریس شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست له لوري د لوګر عامې روغتیا ریاست د کارکوونکو چارو مدیریت له مرکزي ډیټابیس سیستم سره ونښلول شو

دا اقدام د کارکوونکو چارو لوی ریاست د ډیټابیس امریت له لوري د ډیجیټل کولو پروسې د پراختیا په موخه ترسره شو، چې په وسیله به یې د یاد ریاست د تشکیل، تعیناتو او اړوندو اسنادو ارزونه او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۶:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو

د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو ساتنې امريت له لوري د کابل ولایت په ده سبز ولسوالۍ کې له یو شمېر صنعتي فابریکو څخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې اړوندو مسؤلینو ته د روغتیا خوندیتوب. . .

BACK TO NEWS