د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (معالجوي طب) ازموینه په شفاف ډول واخيستل شوه
د یادې ازموینې د پرانیستې مراسم، چې په کابل پوهنتون کې ترسره شول، د ازموینو عمومي ادارې اداري او تخنیکي چارو مرستیال شیخ رحیم الله حقاني، د طبي شورا عمومي ریاست ارشد تخنیکي سلاکار ډاکټر احمد شاه شکوهمند، د کابل پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي اسدالله فرید، د ازموینې مسؤلینو او د ازموينې ګڼ شمېر ګډونوالو ګډون کړی وو.
د يادې ازموينې له صحنو څخه د ازموينو عمومي ادارې عمومي رئيس الحاج دوکتور شيخ عبدالباقي حقاني، د طبي شورا عمومي رئيس ډاکټر فقير محمد زيار او بېلابېلو مسؤلينو لېدنه ترسره کړه او د ازموينې ګډونوالو ته يې د شفافيت ډاډ ورکړ.
د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا عمومي ریاست اړوند د طبي فعالیت جواز (ستوماتولوژي) ازموینې ګډونوالو د بايومتريک معلوماتو ثبت به د (تلې مياشتې په ۲۲مه نېټه) کابل پوهنتون کې ترسره شي.
