د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتوالي او غبرګون( EPR ) ټیم په نورستان ولایت کې د ډاکټر پروین نورستانۍ روغتیايي مرکز څخه لیدنه وکړه
په دغه لیدنه کې چې د نورستان د عامې روغتیا رئیس ډاکټر سمیع الله عابد نیازي او د تطبیق کوونکې مؤسسې مسئول ډاکټر سید داود غني شتون درلود، د ( EPR ) ټیم مسئولینو د یاد روغتیايي مرکز، عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکې مؤسسې مسئولینو ته لارښوونه وکړه، چې د روغتیایي خدمتونو ښه والي په موخه د روغتیایي مرکز شته نیمګړتیاوې حل کړي؛ څو ناروغانو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ واقع نه شي.
د یاد ولایت روغتیایي مسئولینو د شته نیمګړتیاوو د حل ډاډ څرګند او له EPR ټیم څخه یې مننه وکړه، چې نورستان ولایت ته د خپل سفر پرمهال یې له ډاکټر پروین نورستانۍ روغتیایي مرکز څخه هم لیدنه ترسره کړه.
