د عامې روغتيا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او د ياد معينيت تخنيکي ټيم له چينايي پانګه‌وال ډاکټر هان شویونګ او مل پلاوي سره ليدنه ترسره او خبرې وکړې

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۸:۴۲
moph

په دې ليدنه کې دواړو لورو د درملو او درمليزو خامو موادو برخه کې د اقتصادي او تخنيکي همکاریو پراختيا، په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو، د تجربو لېږد، د نويو ټکنالوژيو کارونې او د ګډو همکاریو د پراختيا په اړه بحث ترسره او نظرونه شريک کړل.

د خوړو او درملو مرستیال چينايي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او په افغانستان کې يې د پانګونې لپاره د هغوی د لېوالتيا هرکلی يې وکړ. نوموړي ټينګار وکړ، چې د خوړو او درملو معينيت به د نافذه قوانينو او مقرراتو په چوکاټ کې د درملو، خوړو او روغتيايي محصولاتو برخه کې له مشروع او معياري پانګونو ملاتړ وکړي او په دې برخه کې به اړينې اسانتياوې هم برابرې کړي.

د غونډې په پای کې چينايي پانګه‌والو افغانستان په شته فرصتونو خوښۍ څرګنده او د درملو، درمليزو خامو موادو او روغتيايي خدمتونو نورو اړوندو برخو کې يې د همکاریو پراختيا او د ګډې پانګونې د فرصتونو ارزونې لپاره خپل چمتووالی وښود.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۲۴
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده لومړۍ فقره

ټرانسپورتي شرکتونه نه شي کولای د شرکتونو او اشخاصو هغه خوراکي توکي، درمل او روغتیايي محصولات او خام توکي انتقال او افغانستان ته یې وارد کړي چې د سوداګرۍ رسمي جوازلیک او همدارنګه د عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۸:۳۷
Background image

د دودیز طب د ترسره شویو فعالیتونو ارزونې او د راتلونکو کاري لومړیتوبونو ټاکلو په موخه غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد، د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مقام د دفتر لوی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

BACK TO NEWS