د سيدالشهدا عالي لېسې څه باندې ۳۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۹
MOPH

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي او ناوړه اغېزو په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې شول.

همدارنګه، د یادې لېسې مسؤلینو او استادانو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ او دا ډول پروګرامونه یې د نشه‌ يي توکو مخنیوي برخه کې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۴۵
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېلاروس ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د مینسک ښار له ستر بېړني روغتون څخه لیدنه وکړه

د لیدنې پر مهال د ياد روغتون د مسؤلينو له لوري د عامې روغتيا وزير او مل پلاوي ته د بېړنیو روغتیايي خدمتونو، د ناروغانو مدیریت، تشخیص او درملنې بهیر او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۳:۳۹
Background image

د سيدالشهدا عالي لېسې څه باندې ۳۱۰۰ تنه زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند د ابن‌ سینا ۱۰۰۰ بستریز روغتون د نشه‌ يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري تنظیم شوی و، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د. . .

BACK TO NEWS