د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او تطبیق کوونکو بنسټونو سره د همکارۍ او همغږۍ ناسته ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف سازمان، تطبیق کوونکو مؤسسو او د افغانستان سرې میاشتې له استازو سره ناسته ترسه کړه:
په دې ناسته کې چې د مقام او معینیت مشاورینو هم شتون درلود، د اغېزمنې همکارۍ او همغږۍ، د باکیفیته او مؤثرو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو، په روغتیایي خدماتو د خلکو د باور زیاتولو، د واکسینونو د پوښښ پراختیا او اغېزمن تطبیق (په ځانګړي ډول د پولیو واکسین)، لرې پرتو او محرومو سیمو ته د خدماتو رسونې، په تېر کال کې د روغتیایي خدماتو پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو له منځه وړلو، راتلونکو پلانونو او چمتوالي په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د همکارو او تطبیق کوونکو مؤسسو له همکاریو او همغږیو څخه د مننې ترڅنګ پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: (ټولې همکارې او تطبیق کوونکې مؤسسې باید خپل فعالیتونه د روغتیا ملي پالیسۍ سره سم ترسره کړي؛ ترڅو د خدمتونو کیفیت لوړ، خوندي او اغېزمن شي).
دغه راز ښاغلي مرستیال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت توانېدلی، چې په ډېرو ولایتونو کې د پولیو ویروس کنټرول کړي، چې دا د ګډو همکاریو پایله ده، نوموړي ټینګار وکړ، چې د شفافیت او حساب ورکونې اصل دې پلی، د خلکو باور دې ترلاسه او د تکراري فعالیتونو مخه دې ونیول شي؛ ترڅو سرچینې په اغېزمنه توګه وکارول شي.
بل لور د همکارو او تطبیق کوونکو مؤسسو استازو د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه وکړه او په روغتیا برخه کې یې له دغه وزارت سره د لا زیاتو همکاریو او همغږیو ژمنه تازه کړه.
