د روغتیايي خدمتونو مرستیال د احمد شاه بابا روغتون له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د کابل په دولسمه ناحیه کې د احمد شاه بابا روغتون له فعالیتونو څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې پر مهال، چې د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي او د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند هم شتون درلود، ښاغلي مرستیال د یاد روغتون د روغتیايي خدماتو له بهير ليدنه وکړه، ستونزې او موجوده اړتیاوې یې په نښه او ژمنه یې وکړه، چې شته ننګونې او ستونزې به ژر حل شي.

همدارنګه، د سیمې مشرانو د عامې روغتیا وزارت له هڅو مننه وکړه او احمد شاه بابا روغتون کې یې د خدماتو ښه والي له امله د یاد وزارت د مرستې او پاملرنې ستاینه وکړه او په دې روغتون کې یې د تخصصي خدماتو له پیل څخه هم هرکلی وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS