د روغتیايي بستو (EPHS & BPHS) د بیا کتنې تخنیکي کمېټې ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۹:۷
moph

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ یاد ریاست کې د اساسي او ولایتي روغتیایي بستو یا کڅوړو (BPHS او EPHS) د تجدید او بیا کتنې کمېټې ناسته وشوه.

د روغتیايي خدماتو دا بستې چې په ۲۰۰۳ زېږدیز کال کې رامنځته شوې وې، تر اوسه پورې یې بیا کتنه نه ده شوې؛ په داسې حال کې چې د نفوس زیاتوالي د ناروغیو په ډولونو کې بدلونونه او د هېواد په ټولو سیمو کې د با کیفیته او مساوي روغتیایي خدماتو چمتو کولو اړتیا د دې بستو بیا کتنه اړینه کړې ده.

په دې ناسته کې همداراز، د رهبرۍ کمېټې مخکېنیو پرېکړو په اړه هم خبرې وشوې او د روغتیايي بستو بیا کتنې لپاره اساسي پړاوونه وټاکل شول، د بستو تحلیل او ارزونې لپاره عملیاتي پلان او د دې بستو د بېلا بېلو اړخونو د څېړلو په موخه مسلکي فرعي کمېټو لیست ترتیب شو.

دغه راز، د موجوده روغتیايي بستو په اړه تخنیکي بحثونه ترسره، اوسنی وضعیت یې وڅېړل شو، د بستو بیا کتنې مرحلې وټاکل شوې او د راتلونکو اقداماتو لپاره اړینې پریکړې وشوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره:

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
Background image

د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د. . .

BACK TO NEWS