د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شوی
دغه روزنیز پروګرام، چې د روغتیا نړیوال سازمان په مالي ملاتړ ترسره کېږي، ګډونوالو ته به په کې د روغتون اغېزمن مدیریت، اداري چارو سمون، د خدمتونو کیفیت لوړولو او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر د لا چټکتیا په اړه اړین معلومات او عملي مهارتونه وړاندې شي.
