د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اوولسمه ماده څوارلسمه فقره
وارداتي شرکتونه مکلف دي چې د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو له رارسېدو وروسته، ټول اړوند اصلي سندونه، ګمرکونو، عامې روغتیا او کرنې وزارتونو ته وسپاري او د سندونو د پړاوونو د سرته رسولو (طی مراحلو) موضوع دې له اړوندو ادارو سره، په منظم ډول تعقیب کړي.
