د جامع متفرقه عملي (Comprehensive) ازموینې په اړه د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!
ټاکل شوې ده، چې د اکمال تخصص پروګرام هغو محترمو فارغو ډاکټرانو څخه، چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي دي، د روان کال د لړم (عقرب) میاشتې په ترڅ کې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې جامع متفرقه عملي ازموینه (Comprehensive) واخیستل شي.
له همدې امله، د ۱۴۰۵ هـ ش کال او تر هغه د مخکینیو کلونو د تحریري ازموینو بریالي شوي، محترم ډاکټران دې د دې خبرتیا له ضمیمه شوي مهالوېش سره سم د ازموینې ټاکلي ځای ته حاضر شي.
یاده ازموینه لاندې پړاوونه لري:
۱- OSCE
(لومړی پړاو): عمومي ازموینه، ۶۰ دقیقې.
۲- Short Case
(دویم پړاو): انفرادي لنډه کلینیکي قضیه، ۳۰ دقیقې.
۳- Long Case
(درېیم پړاو): انفرادي اوږده کلینیکي قضیه، ۶۰ دقیقې.
د ازموینې د پیل نېټه: د ۱۴۰۵ هـ ش کال د لړم (عقرب) میاشتې ۱۰مه، چې د ۱۴۴۸ هـ ق کال د جماديالاول میاشتې له ۲۰مې نېټې سره سمون لري.
یادونه: د اړتیا په صورت کې، د نورو معلوماتو ترلاسه کولو لپاره د اکمال تخصص لوی ریاست سره پر دې (0788209637) شمېره اړیکه ونیسئ او یا خپل پیغام پرېږدئ.
د اکمال تخصص لوی ریاست
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د لړم میاشتې ۴مه
د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جماديالاول میاشتې ۱۴مه
