د افغانستان لپاره د ایران هېواد سفیر، ښاغلي عليرضا بیکدلي د افغانستان د روغتیا له دوهم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه
د دې لیدنې پر مهال د ایران سفیر په نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو غرفې وکتلې او د هغوی د فعالیتونو، تولیداتو او روغتیايي خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.
ښاغلي بیکدلي وویل، هڅه کوي چې د افغانستان او ایران د سوداګرو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې او پیاوړې کړي، اړمنو ناروغانو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې برابرې او د ایران باکیفیته تولیدات په مناسب قیمت د افغانستان بازار ته وړاندې کړي.
په یاد نندارتون کې ګڼو روغتونونو، تولیدي او وارداتي شرکتونو د روغتیا په برخه کې خپلې وړتیاوې، تولیدات او خدمتونه نندارې ته وړاندې کړل.
دغه نندارتون د روغتیايي سکتور د وړتیاوو د معرفي کولو، د کورنیو او بهرنیو شرکتونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا او د تجربو د تبادلې په موخه جوړ شوی دی.
