بغلان کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ډنډغوري عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۱۴
moph

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د یوه مجهز عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بغلان والي، الحاج مولوي عبدالله مختار، یو شمېر سیمه‌ییزو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر د دغه روغتون جوړېدل د سیمې د اوسېدونکو لپاره مهم روغتیايي ګام وباله او ویې ویل، چې یاد روغتون به د پنځو جریبو ځمکې پر مساحت د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت، له ټولو اړینو روغتیايي امکاناتو او تاسیساتو سره جوړ شي. د نوموړي په وینا، د روغتون په بشپړېدو سره به د ډنډغوري او شاوخوا سیمو د اوسېدونکو ګڼې روغتیايي ستونزې حل او روغتیايي خدمتونو ته به د هغوی لاسرسی اسانه شي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، چې عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د عمومي روغتونونو د جوړولو لړۍ پیل کړې، څو روغتیايي خدمتونه پراخ، د هېوادوالو روغتیايي اړتیاوې په خپلو سیمو کې پوره او ورته باکیفیته روغتیايي خدمتونه وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۵۲
Background image

د افغانستان لپاره د ایران هېواد سفیر، ښاغلي علي‌رضا بیکدلي د افغانستان د روغتیا له دوهم داخلي او نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې پر مهال د ایران سفیر په نندارتون کې د بېلابېلو شرکتونو غرفې وکتلې او د هغوی د فعالیتونو، تولیداتو او روغتیايي خدمتونو په اړه یې معلومات ترلاسه کړل.

ښاغلي بیکدلي وویل، هڅه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۰:۱۴
Background image

بغلان کې د ۵۸ میلیونه افغانیو په لګښت د ډنډغوري عمومي روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او مل پلاوي بغلان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت په ډنډغوري ولسوالۍ کې د یوه مجهز عمومي روغتون د بنسټ ډبره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۹:۵
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د “ روغتیا افغانستان”  پنځه ورځنی دوهم داخلي او نړیوال نندارتون پېل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان ا‌.ا د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ‌الحدیث نورالحق انور، د اقتصاد وزیر ښاغلي قاري دین‌محمد حنیف، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال ښاغلي. . .

BACK TO NEWS