د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د رئیس او مدریتي پلاوي ټاکلو لپاره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۰:۳۳
moph

دغه ناسته د افغانستان د خصوصي روغتونونو د اتحادیې د رئیس او مدریتي پلاوي ټاکلو په موخه د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکټر احمد خندان په مشرۍ د کابل ولایت د خصوصي روغتونو د رئیسانو په شتون کې د یاد ریاست په انګړ کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې ډاکټر احمد خندان د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست د تېر څلور کلن فعالیت د لاسته راوړنو راپور له ګډونوالو سره شریک کړ او ویې ویل: «د خصوصي روغتونو د اتحادیې د جوړولو هدف د فعالیتونو منسجم کول، د روغتیایي خدماتو د کیفیت لوړول او د خصوصي سکتور او امارتي مراجعو ترمنځ د نږدې همکاریو زمینه برابرول دي او باید د دغې اتحادیې په راس کې متدین، ژمن، خدمتګار او مسؤلیت‌ ته ژمن اشخاص شامل وي.»

همدارنګه، د غونډې ګډونوالو د خصوصي روغتونو له رئیسـانو څخه یوه ۱۳ کسیز کمیټه وټاکله، څو په لاندې برخو کې کار وکړي: د اتحادیې د اساس‌ نامې تدوین، د غړیتوب د بهیر تنظیم او د رئیس او د ناستې د پرېکړې له مخې د مدریتي پلاوي د ټاکنو طرزالعمل طرحه او تدوین، د مقدماتي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته به د خصوصي روغتونو د اتحادیې ټاکنې د خصوصي سکتور د تنظیم او همغږۍ ریاست او د عدلیې محترم وزارت د استازو په شتون کې ترسره شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS