د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال او د یونیسف اجرائیوي رئیس ښاغلي چیبان تید سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۵:۲
MOPH

په دې لیدنه کې چې د افغانستان لپاره د یونیسف سازمان مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدین اوېلا او مل پلاوي شتون درلود د هیواد د روغتیایي سیستم پر ملاتړ ، د تطبیق کوونکو مؤسسو او یونیسیف له لوري روغتونونو ته پر وخت د درملو رسولو، د روغتیا په برخه کې د نړیوالو مرستو په سالم مدیریت ، د روغتیایي لګښتونو پر شفافیت ، د روغتونونو د خدماتو معیاري کولو په موخه د عصري او پرمختللو تجهیزاتو برابرولو ، د مور او ماشوم د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو اسانتیاوو رامنځته کولو او ورته نورو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یونیسف سازمان له لوري د روغتیایي سیستم سره د مرستو مننه وکړه او په وینا یې هڅه کوي د نړیوالو مرستو تر څنګ د خپلې داخلي بودیجې څخه په استفادې د روغتیایي سیستم د پراختیا او معیاري کولو لپاره لا کار وکړي ، ښاغلي وزیر په چارو کې د لا شفافیت او روغتیايي مراکزو ته پر وخت د درملو رسولو برخه کې د یاد سازمان د ځانګړې پاملرنې او د ستونزو د حل غوښتنه وکړه.

بل لور د یونیسیف سازمان اجرائیوي مشر ښاغلي چیبان تید چې د بشري عملیاتو او اکمالاتو مسئولیت په غاړه لري په یادو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، هڅه به وکړي هغه څه یې چې دلته ولیدل تر نورو ورسوي ښاغلي تید وویل ، اوسني وخت کې خورا شفافیت راغلی چې دا د مرستو لپاره بهترین فرصت دی ، ښاغلي تید د خپلو خبرو په ترڅ کې زیاته کړه زموږ موخه دا ده، چې د عامې روغتیا وزارت سره په ګډه ټولو افغانانو ته غوره روغتیايي خدمات وړاندې کړو او په دې برخه کې به د تل په څېر خپلو همکاریو ته دوام ورکړو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۰:۲
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتيايي محصولاتو د قاچاق د مخنيوي قانون درېم فصل، څلورويشتمه ماده اتمه فقره:

 که د درملو او روغتيايي محصولاتو توریدی شرکت په انحصاري ډول درمل او روغتيايي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۴۳
Background image

د روغتون مدیریت په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو لپاره ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د ننګرهار، کندهار، بلخ او کندز ولایتونو ۲۴ تنو روغتیايي کارکوونکو ته د روغتون مدیریت (Hospital Management) تر سرلیک لاندې ۱۵ ورځنی. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۹:۳۹
Background image

د وزیر محمد اکبر خان تخصصي روغتون د درېیو میاشتو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په شتون کې د وزیر محمد اکبر خان  تخصصي روغتون د مسؤلینو له لوري د یاد روغتون د تېرو درېیو میاشتو د. . .

BACK TO NEWS