د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دودیزو درملو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان دویمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون وکړ
دا غونډه چې د هند هېواد د ایوش وزارت سره په همغږۍ جوړه شوې وه د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه مسلکي متخصصینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ټولو حوزو مسؤولینو ګډون درلود.
په مجلس کې د دودیزې درملنې په معیاري کیدنې، د دې درملنې اړوند اشخاصو پر روزنې، دودیزه درملنه په یو حقیقت منلو او د دې درملنې لپاره د تجاربو شریکولو اړوند خبرې تر سره شوې.
د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په کنفرانس کې له ګډون موخه په افغانستان کې د دودیزې درملنې معیاري کېدل دي، چې له لسیزو غیر معیاري او پرته له کومو اصولو او نصاب عملي کیږي، چې په دا وروستیو کې یې د تنظیم چارې چټکې شوې دي.
