د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د دودیزو درملو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان دویمه نړیواله سرمشریزه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
Sun, Dec 21 2025 9:43 AM
moph

دا غونډه چې د هند هېواد د ایوش وزارت سره په همغږۍ جوړه شوې وه د نږدې ۱۰۰ هېوادونو استازو، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا وزیرانو، د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو څخه مسلکي متخصصینو او د روغتیا نړیوال سازمان د ټولو حوزو مسؤولینو ګډون درلود.

په مجلس کې د دودیزې درملنې په معیاري کیدنې، د دې درملنې اړوند اشخاصو پر روزنې، دودیزه درملنه په یو حقیقت منلو  او د دې درملنې لپاره د تجاربو شریکولو اړوند خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ په کنفرانس کې له ګډون موخه په افغانستان کې د دودیزې درملنې معیاري کېدل دي، چې له لسیزو غیر معیاري او پرته له کومو اصولو او نصاب عملي کیږي، چې په دا وروستیو کې یې د تنظیم چارې چټکې شوې دي.

Latest news

Thu, Oct 29 2026 12:58 PM
Background image

MoPH Conducts Three-Day Capacity-Building Programme on Administrative Correspondence

A three-day capacity-building programme on administrative correspondence was organised by the Capacity Development Directorate of the Ministry of Public Health for 20 employees. . .

Thu, Oct 29 2026 12:54 PM
Background image

Ministry of Public Health Launches Three-Day Training Program for Surveillance Data Managers from 34 Provinces

Participants will learn standard procedures for collecting, consolidating, analysing and reporting surveillance data.

Mufti Abdul Qudus Hashimi, Director General of Monitoring and. . .

BACK TO NEWS