د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت په خپل کاري دفتر کې د ګلوبل فنډ او UNDP سازمان له استازو سره وکتل

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۵
MOPH

په دې کتنه کې په بلخ، لوګر او کندهار ولایتونو کې د اکسیجن پلانټونو او جدي مراقبت خونو د وسایلو برابرولو او جوړولو اړوند خبرې ترسره شوې.

ښاغلي مرستیال، د خپلې وینا په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې د اکسیجن پلانټونو او جدي پاملرنې خونو لپاره د وسایلو برابرول اړین وباله او د اړوندو ادارو یې د چارو چټکتیا او کیفیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

بل لور راغلو استازو د چارو چټکتیا او تجهیزاتو برابرېدو برخو کې د ملاتړ ژمنه څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۵
Background image

هلمند ولایت کې شلو روغتیايي مرکزونو ته د ۹.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د واکسین خوندي ساتنې معیاري سولري یخچالونه وسپارل شول

ياد یخچالونه د هلمند عامې روغتیا ریاست په هڅو د یونیسف نړیوالې مؤسسې په مالي ملاتړ اخيستل شوي او د واکسینونو د خوندي ساتنې لپاره ځانګړې وړتیا لري، چې په مرسته به یې واکسینونه په معیاري. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۴:۰
Background image

ارزګان ولایت کې د درې سوه اتیا زره ډالرو په لګښت د فيروشه روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د دغه روغتیایي مرکز پرانیستې مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مل پلاوي، د ارزګان والي مولوي عبدالرحمن کندوزي، قومي مشرانو او د سیمې اوسېدونکو شتون درلود.

یاد. . .

BACK TO NEWS