د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولايت له والي ملا محمد نعيم اخند سره د روغتیایي خدماتو ښه والي او پراختیا په موخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۱ - ۱۲:۹
moph

په دې ليدنه کې، چې د ننګرهار د عامې روغتيا رئيس مولوي آمين الله شریف هم شتون درلود، په ننګرهار ولايت کې د روغتيا اړوندو پراختیایي پروژو، د درملنې کيفيت ښه‌ والي او د روغتيايي خدمتونو په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کېدو او پراختيا په اړه خبرې وشوې.

د ننګرهار والي د دغه ولايت د روغتيايي سکتور برخه کې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه له ښاغلي وزير سره شريک کړل، چې د عامې روغتيا ښاغلي وزير له لوري ورته د حل، همکارۍ او بشپړې پاملرنې ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۷
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده درېمه فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون لومړی فصل، اتلسمه ماده درېمه فقره:

د هوایي ډګرونو او د طیارو کارکوونکي (پیلوټ، انجینر او خدمه) په هېڅ ډول نه شي کولای. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو مخنیوي او کنټرول لوی ریاست له لوري د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه اووه ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې چې د لوګر او میدان وردګ ولایتونو ۹۰ تنو روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، لومړني تشخیص، درملنې، روغتونونو ته د ناروغانو راجع. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۳:۳۲
Background image

د هرات سیمه‌ییز روغتون کې د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت ظرفیت لوړولو لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د شکرې ناروغۍ د کنټرول او مدیریت برخه د هرات ولایت سیمه ییز روغتون د ظرفیت لوړولو په موخه له Welfare Organization for Poverty Reduction and Advocacy- WOPRA م. . .

BACK TO NEWS