جوزجان ولایت کې ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل له منځه یوړل شول

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۱۲
moph

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا ریاست د څارنې ټیمونو د روان کال د درېیمې ربعي په ترڅ کې د دغه ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د ټاکل شوې کمېټې په مرسته ۲.۸ ټنه له نېټې تېر خوراکي توکي او درمل راټول کړل، چې ارزښت یې نږدې ۵۰۰ زره افغانۍ ته رسېږي او د یادې کمېټې د غړو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د جوزجان ولایت د عامې روغتیا رئیس، قاري سید ذبیح‌الله حسیني په مردیان ولسوالۍ کې د ټاکل شوې کمېټې له فعالیتونو څخه قدرداني څرګنده او زیاته یې کړه، چې د روغتیا سکتور په برخه کې به د ا.ا لومړیتوبونه په عملي ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS